د بدخشان د خواهان ولسوالۍ لسګونه تنو د دې ولسوالۍ د امینې قومندان پرضد مظاهرې کړي.
د خواهان ولسوالۍ د علماشورا منشي مولوي حفیظ الله زاهدي د مظاهره چیانوپه استازیتوب ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خواهان ولسوالۍ امینه قومندان حاجي نجیب علماو ته سپکاوي کوي او بې ګناه خلک د قاچاقبرو په نوم زنداني کوي.
دوي وايي، چې حاجي نجیب پرون د کریم په نوم د یو کس کورتلاشۍ کړ او هغه يي د قاچاقبر په نوم معرفي کړ.
په عین حال کې د بدخشان د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي دا تورونه رد کړل او وايي، چې د خواهان ولسوالۍ امینه قومندان یو فعال شخص دی.