د نیمروز اوهرات په لویه لاره نامعلومه وسله والو دوه تنه مسافر وژلي

د نیمروز اوهرات په لویه لاره نامعلومه وسله والو دوه تنه مسافرله موټره را ښکته کړي او وژلي یې دي.

دا پیښه د فراه ولایت د شوزاب خورما په سیمه کې نن سهار شوې او دې وسله والو دا مسافر له ۳۰۳ موټره را ښکته کړي.

د فراه د امنیې قومندان محمد رضا یعقوبي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې وسله والو ۷ تنه نورمسافر له ځان سره بیولي دي.

ویل کیږي دا کسان وسله وال غله وو.