د پاکستان امنیتي ځواکونو یو ایالتي وکیل د برمته نیونکو له منګولو خلاص کړ

د پاکستان امنیتي ځواکونو هغه ایالتي وکیل د برمته نیونکو له منګولو خلاص کړ چې له یوې قبایلي سیمې یې تښتولی او شپږ میاشتې یې له ځان سره ساتلی و.

د پنجاب د واکمنې ایالتي اسامبلې د غړي راناجمیل حسن خان د ژغورنې لپاره عملیات پرون ( دوشنبې) ترسره شول.

نوموړی د مۍ په میاشت کې له خپلې میرمنې سره اسلام اباد ته په لاره سرګوده ښارګوټي ته نژدې وسله والو تښتولی و.

د خیبرپښتونخوا ایالت یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، د ژغورنې عملیات په خیبر پښتونخوا کې ترسره شول خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

دغه چارواکي دغه رازپه دې اړه چې ایا د دغه وکیل د خلاصون لپاره برمته نیونکو ته پیسې ورکړل شوي او کنه؟ له خبرو کولو ډډه وکړه.