یوه نوې سروې ښیي چې د تیرکال په نسبت د اکثرو افغانانو ژوند خراب شوی دی.
دغه سروې چې د ګلوپ نړېوالې موسسې کړې او له زرو افغانانانو څخه یې د هغوی د ژوند په تړاو پوښتنې کړي په نتیجه کې یې معلومه شوې چې اکثره افغانان په تیره ولسي خلک اوس ډیر ستونزمن ژوند مخ ته وړي.
د شوې سروې له مخې په سلو کې ۶۴ کلیوالي خلک نیستمن ژوند لري حال دا چې دغه رقم په ښارونو کې په سلو کې ۴۹ دی.
پردې سربیره د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د امنیتي وضعیت خرابوالي په تیره بیا ځوانان ډیر اندیښمن کړي او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د امن کولو په هدف په دې هېواد کې میشت نړېوال ځواکونه له څه باندې دیارلسو کلونو وروسته په وتو دي.