د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی د سیمې د هېوادونو د سفرونو په لړکې په یوه دوه اوونیز سفر چین ته روان شوی دي.
د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې چین ته د نوموړي سفر د دغه هېواد د حکومت په بلنه کیږي.
د ښاغلي کرزي د دفتر په وینا د چین جمهور رییس ښاغلی کرزی د چین دوست بللې او د ده په وینا چین هیڅکله هم خپل دوستان نه هیروي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر په ځینو غونډو کې د افغانستان او د سیمې حالاتو په اړه ویناوې وکړي.
تردې مخکې ښاغلي کرزي هند ته ورغلی وو او ټاکل شوي چې له چینه وروسته ایران ته هم سفر وکړي.