د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش له خپل ورور جیب بوش Jeb Bush نه غوښتي چې د ۲۰۱۶ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې دې ځان کاندید کړي.
جورج ډبلیو بوش له سي این این تلویزیون سره مرکه د یکشنبې په ورځ وویل، جیب بوش پوهیږي چې زه ورنه غواړم ځان باید کاندید کړي، که اړتیا یي ولیدله شي، زه به ورباندې بیا بیا ټینګار وکړم چې ځان کاندید کړي.
جیب بوش د فلوریدا ایالت پخوانی والي و او تمه ده چې په راتلونکو انتخاباتوکې به د جمهوریت غوښتونکې ګوند کاندید وي.
نوموړې په اپریل میاشت کې ویلي چې دی به د روان کال په پای کې خپله پریکړه اعلان کړي.
جورج ډبلیو بوش له ۲۰۰۱ کال نه تر۲۰۰۹ کاله پورې د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس و. د هغه پلار جورج بوش له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۳ کاله پورې په سپینې ماڼۍ کې واکمن و.