ایا ښځې واقعا مکلفې دي چې خپل معاش خپل خاوند یا پلار ته ورکړي؟

ځېني مېرمنې له کوره بیرون کارکوي یوه اندازه پېسې لاسته راوړي او د نارینه په څېر د کور ضروریات پرې رفع کوي خو ایا ښځې واقعا مکلفې دي چې خپل معاش خپل خاوند یا پلار ته ورکړي؟ اوکه دوی یې ترې په زوره اخلي دا جواز لري؟

ځېني مېرمنې چې معاش اخلي د کورنۍ غړي یا خاوند یې ټولې پیسې ترې اخلي او دې ته د ضرورت وړ پیسې هم نه ورکوي او دا هم ورته وایي چې، ته زما له برکته کار کوي نو دا پیسې هم زما حق کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکې مریم چې په یوې ادارې کې کارکوي وایي چې پلاریې ټول معاش ورنه اخلي او دې ته یوه روپۍ هم نه ورکوي، دا وایي صحي ستونزه هم لري خو پیسې ورسره نشته چې خپله تداوي پرې وکړي.

مېرمنې له دومره ستونزو سره چې د کورکارونه هم کوي او بیرون هم زحمت باسي کار کوي، خوکله چې معاش واخلي خاوند یې په خپل جیب کې ږدي او دې ته هیڅ هم نه ورکوي.

مرضیه د همداسې یوې مېرمنې کېسه کوي چې خاوند یې ټول معاش ترې اخلي او دې ته په میاشت کې دوه سوه روپۍ ورکوي.

کله کله خو داسې هم وي چې خاوند د مېرمنې ټول معاش اخلي او په بدو لارو یې مصرفوي.

پښتنه چې د دولت کارکوونکې ده وایي چې ټول معاش یې مېړه ترې اخلي او په بدو کارونو یې مصرفوي، نودا ډېرد خفګان احساس کوي

دیني عالم عبدالحنان پر وینا هیڅوک دا حق نه لري چې له مېرمنې معاش واخلي، ځکه دا د دې حق دی او که څوک یې په زوره ترې اخلي دا ظلم دی.

لیکونکې مسعوده نیازۍ

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ