تره کی: د تکواندو په فدراسیون کې د افغانستان د ټیم ځای ښکته شو

د لوبوله میدانه سپورټي پروګرام خپریدو ته چمتو دی.

په دغه پروګرام کې دا ځل د افغانستان د تکواندو د ملي ټيم له روزونکې بشیر احمدترکي سره خبرې شوي دي.

ښاغلی ترکې وایي، د تکواندو په فدراسیون کې وروستیو لانجو د افغانستان د ټیم ځای په نړېوال جدول کې تر ۱۸۰ درجو هم ښکته کړ خو دی او همکاران یې تر خپلې وسې کوښښ کوي چې د ۲۰۱۶ کال المپیکې لوبو ته لوبغاړي چمتو کړي.

د ویلو ده چې د تکواندو فدارسیون د اداري پلاوي ترمنځ ډېر وخت لانجې روانې وې چې تېره اوونۍ نجیب سکندر په عمومي اسمبلې کې د دغه فدراسیون د ریاست څوکۍ وګټله.

دا تاسو او دا هم د لوبو له میدانه سپورټي پروګرام چې صفي الله ستانکزي جوړ کړی.

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه