د سوریې پوځ وايي چې اسراییلو، هوايي ډګرته د یوې نژدې سیمې په ګډون د پلازمېنې دمشق په لمنوکې د رژیم تر ولکې لاندې دوو سیمو کې بمباري کړې ده.
پوځ دا څرګندونې په هغه بیان کې کړي چې متن یې پرون ماښام د سوریې پر دولتي ټلویزیون ولوستل شو:
″اسراییلي دښمن په سوریه کې یوه تهاجمي حمله کړې او د دمشق په لمنو کې - دیماس Dimas او د دمشق نړېوال ملکي هوايي ډګرته نژدې دوه سوله ییزې سیمې یې په نښه کړې دي.″
بیان زیاتوي چې دې هوايي حملو مالي زیان اړولی خو تلفات نه لري.
اسراییلو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. د سوریې پوځ په خپل بیان کې پر دې ادعا چې اسراییل د هغو وسله والو ملاتړ کوي چې د بشاراسد د رژیم نسکورول غواړي بیا ټینګار کړی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، په دې هوايي برید کې په نښه شوې دیماس، پوځي سیمه وه.
د دمشق له نړېوال هوايي ډګره هم د ملکي اهدافو او هم د پوځي عملیاتو لپاره کار اخیستل کېږي.
اسراییلو په ۲۰۱۱ کال په سوریه کې د وسله وال پاڅون له پیلېدو وروسته د سوریې پر ګڼ شمېر پوځي مرکزونو هوايي حملې کړي.