د افغانستان د حکومت اجراییه مشرله افغانستانه د نړېوالو ځواکونو پروتلو اندېښنه ښودلې او دا یي له وخته مخکې اقدام بللی.
عبدالله عبدالله چې له سنډې ټایمزخپرونې سره خبرې کولې همدا راز ویلي چې افغان پوځ لاهم د نړېوالو ځواکونو هوايي ملاتړته اړتیا لري.
د افغانستان د حکومت اجراییه مشر وايي، له افغانستانه د نړېوالوځواکونه وتل له وخته مخکې دي.
عبدالله عبدالله په دې اړه له سنډې ټایمزخپرونې سره په مرکه کې څرګندونې کړي، ویلي يې دي چې افغان ځواکونه لاهم له وسله والو مخالفینو سره د جګړې لپاره د نړېوالو هوايي ملاتړته اړتیا لري.
ښاغلی عبدالله په خپله مرکه کې زیاتوي چې د روانې ډسمبر میاشتې په پای کې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونه وتل له وخته مخکې دي.
عبدالله وايي چې دوه کاله مخکې په افغانستان کې یوسل او پنځوس زره نړېوال سرتېري او ګڼې جنګي جټ الوتکې او هیلیکوپټرې وې په داسې حال کې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې دا رقم دولس زره سرتېرو ته راټیټېږي.
نوموړی زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د هوايي ملاتړ او د جګړې له ډګره د مړیو او ټپیانو د انتقال لپاره استخباراتي مرستې، چټکو جټ الوتکو او هیلیکوپټرو ته اړتیا لري.
له دې مخکې د برتانیا د پوځ یوه جنرال سنډې ټایمزته ویلي و، چې ښايي په راتلونکي کال کې افغانستان ته له سره نور سرتېري او جټ الوتکې واستول شي ځکه دې جنرال ویلي و چې د افغان هوايي ځواک جوړېدل لاهم درې کاله وخت غواړي.
خو د برتانیا د صدراعظم ډیویډکمېرون دفتربیا ویلي دي چې نورهېوادونه دې د افغانستان لپاره د هوايي ملاتړامکانات برابر کړي.
سنډې ټایمز د چارواکو له قوله لیکي چې وايي، برتانیا افغانستان ته د جنګي او ترانسپورتي الوتکو د استولو کوم پلان نه لري.
د افغانستان ولسمشرمحمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ د لندن په کنفرانس کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.
ښاغلي غني په تېره سپټمبرمیاشت کې له عبدالله عبدالله سره د ملي وحدت د حکومت په اړه له توافق وروسته ژمنه وکړه چې حکومت به یې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او د اداري فساد د له مینځه وړلو له لارې پرخپل ځان بسیا افغانستان ورغوي او پر نړیوالو مرستو اتکا به کمه کړي.
له سنډې ټایمز خپرونې سره په مرکه کې د حکومت اجراییه مشر همداراز ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي او لویدیځو مشرانو ترمینځ په دښمنۍ کې زیات وخت له لاسه ولاړ.