"د عدالت د پلی کولو لپاره باید پر حکومت فشار راوړل شي"

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل لسګونه اوسیدونکو په یوه اعتراضیه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې داسې کسان په څوکیو وګماري چې د جګړې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو له درده خبر وي. اعتراض کوونکي چې ډيره برخه یې میرمنې جوړوي د عدالت غوښتنه کوي. دوی چې د یکشنبې په ورځپه کابل کې د سیدجمال الدین دارلمعلمین مخې ته راټول شوي وو؛ په خپلو شعارونو کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې په نوي افغان حکومت د عدالت د پلي کیدو په خاطر فشار راوړي.