کندز: روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي

د کندزچارواکي وایي، چې په دې ولایت کې روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د دې ولایت د ښځو چارو مشره ناهید اصفي ازادۍ راډيوته وویل، چې د روان کال په اتو میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې اویا پیښې ثبت کړي دي.

نوموړې وایي، بې وزلي، بې کاري، ناپوهي او د امنیت نشتوالی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عمده عوامل دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه.