په امریکا کې د یوې محکمې د پرې پرضد اعتراضونو درېیمه ورځ هم دوام وکړ

په امریکا کې د یوې محکمې له خوا د هغې پریکړې پر ضد چې یوه پولیس ته یې د یوه عام تورپوستي د وژلو په تړاو برائت ورکړی؛ اعتراضونو دریم ورځ هم دوام وکړ.

دغه پیښه په نیویارک ایالت کې شوې وه چیرې چې مظاهره چیان د نیویارک سیټي د لویو پلورنځایونو په لور تللي دي او ترافیک او د تګ راتګ لارې یې بندې کړې دي.

وړاندې په ټول هیواد کې د دغې محکمې د تیرې اونۍ د حکم له کبله اندیښنې راپورته شوې وې.

اتلس کلن تور پوستی مایکل براون تیره میاشت د میسوري په فرګوسن ښار کې د یوه پولیس افسر له خوا په ډزو ووژل شو؛ خو محکمې پولیس ته برائت ورکړ.