د حکومت اجراییه مشر وايي چې د طالبانو توان نه شي کولای د تېرو دیارلسو کلونو لاس ته راړونې ترسوال لاندې راولي.
عبدالله عبدالله چې په لندن کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې طالبان د زور له لارې واک ته نشي رسېدلای.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې نن لندن ته نژدې د سندهارست په پوځي پوهنتون کې په خپله وینا کې وکړې. نوموړي همداراز وویل چې ده او ولسمشر اشرف غني نن د برتانیا او پاکستان له صدراعظمانو ډیویډ کمېرون او نوازشریف سره په کتنه کې د تروریزم پر ضد د مبارزې او سیمه ایزو اقتصادي همکاریو پر ښېګڼه ټینګار وکړ.