د کونړ ولایت امنیتي چارواکي د پاکستان له خاورې د دې ولایت پر سیمو د راکټي حملو د بندېدو خبر ورکوي. دا چارواکي وايي چې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني له سفر وروسته دا راکټي حملې بندې شوې دي.
د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې توغندويي حملې نژدې څلور کاله مخکې پیل شوې او ویل کېږي چې دې حملو یوشمېر افغانان مړه او ټپیان کړي هم دي.
ولسمشر غني اسلام آباد ته د سفر په ترڅ کې له تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان د رښتیني همکارۍ غوښتنه کړې وه.