راپورونه وايي پولیسو د بالکان د نوییمې لسیزې د جګړې پرمهال د ګڼې وژنې په تړاو په سربیا او بوسنیا کې پنځلس کسان نیولي دي.
د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو نن سهاروختي د عملیاتو په ترڅ کې لس کسان په بوسنیا کې او پنځه نور په سربیا کې ونیول. د دواړو هېوادونو څارنوالانو آژانس ته ویلي چې دوی په سترپچي سیمه کې د ۱۹۹۳ کال د فبروري د هغه قتل عام په اړه په څېړنو کې مرسته وکړه چې په ترڅ کې یې نولس ملکي کسان له یوه اورګاډي څخه ونیول شول.
په نیول شویو کسانو کې د پخواني سرب جګړه مار قوماندان میلان لوکیچ ورو ګویکو لوکیچ او د بوسنیايي سربانو د پوځ جنرال لوکا دراګیڅېویچ هم شامل دي.
د سترپچي قتل عام د هغه کړکېچ یوه برخه وه چې له یو لک زیات کسان یې ووژل او میلیونونه نور یې بېځایه کړل.
د اسوشیتیدپریس راپور کې راغلي دي چې په دې اړه په تحقیقاتو کې د ملګروملتونو د جنايي جرمونو محکمه چې مرکز یې د هالنډ په هاګ کې دی، مرسته کوي.