وسله والو په هندي کشمیر کې لس تنه سرتیري وژلي دي

راپورونه وايي، وسله والو کسانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې پوځي اډې برید کړی او لس هندي سرتیري یې وژلي دي.

چارواکي وايي چې د هندي سرتیرو په ځوابي ډزو کې پنځه وسله وال هم وژل شوې دي.

د هند د پوځ یو افسر وویل، دریو وسله والو د توپچي ځواک یوې قطعې ته د ننوتلو لپاره له لاسي بمونو او اتومات وسلو کار اخیستی.

دا پوځي مرکز کنټرول لاین ته چې کشمیر یې د هند او پاکستان تر منځ ویشلی دې نژدې پروت دی.

د هند او پاکستان ترمینځ چې دواړو په ۱۹۴۷ کال کې خپلواکي واخیسته د دریو جګړو دوه د کشمیر پر سر شوې دي.