روسیه: امریکا د بشري حقونو په ساتنه کې پاتې راغلی

روسیه وايي چې د پولیسو له خوا د تورپوستو امریکایانو وژنې او پرله پسې اعتراضونه په متحدوایالاتو کې د بشري حقونو په ساتنه کې د پاتې راتلو څرګندونه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د بشري حقونو استازی په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه ښيي چې د امریکا په اریزونا ایالت کې د یوه تورپوستي له وژنې وروسته یوې محکمې پرېکړه وکړه چې له تورن پولیس څخه به تحقیق نه کېږي او په نیویارک ښار کې دوه ورځینۍ مظاهرې وشوې.

کنسټانټین دوګلوف پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، د نیویارک مظاهرې او د اریزونا تراژدي دا تاییدوي چې په امریکا کې د بشري حقونو د تامین په سیسټم کې پراخه تشه شته. نوموړی زیاتوي چې په امریکا کې د قومي لږکیو له حقونو سرغړونه اوس یوه معمولي خبره ده.