اورېدونکي وايي حکومت دې د بياجوړونې کارونه چټک کړي

د ازادي او اورېدونکو په دې پروګرام کې د اورېدونکو ګڼ ټليفوني پيغامونه راغونډ شوي دي.

دوى دغه پيغامونه په تېرو ورځو کې د ازادۍ راډيو په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې ثبت کړي دي.

په دغو پيغامونو کې اورېدونکو په خپلو سيمو کې د بيارغونې د کارونو غوښتنه کړې، اداري فساد يې لويه ستونزه بللې او يا يې هم خپلې تعليمي ستونزې بيان کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي او اورېدونکي

تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.

په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵

خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.

د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:

salihs@rferl.org