کري: د افغانستان حکومت د نړېوالو ټولنې د اعتماد او ملاتړ مستحق دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي افغانستان اوس داسې حکومت لري، چې د نړيوالې ټولنې د اعتماد او ملاتړ مستحق دى.

جان کري دغه موضوع د لندن په کنفرانس کې څرګنده کړه او ويې ويل د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبداله عبداله د اصلاحاتو يو پروګرام پېشنهاد کړى او د دعملي کولو چارې يې پيل کړې دي.

د جان کري په خبره د افغانستان دواړو رهبرانو په لنډه موده کې د پيسو د مينځلو؛ اداري فساد په وړاندې مبارزې او مالي وضعې د ښه والي؛ دغه راز له ګاونديو هېوادونو له دې جملې پاکستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي:

”موږ په کابل کې داسې حکومت لرو چې زموږ د اعتماد او ملاتړ مستحق دى. د يوه خپلواک او باثبات افغانستان ليدلورى د اوس په څېر څرګند نه و. افغانان بايد په دغو پرمختګونو ووياړي؛ دوى چې د پرمختيا په حال کې دي بايد د نړيوالو مرستو پر دوام ډاډمن وي.“

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه؛ د لندن کنفرانس ګډونوال بايد له افغانستان سره په خپلو مالي مرستو کې سخاوتمند وي.