د امريکا دفاع وزارت تاييد کړه چې په يمن کې د عملياتو په مرسته ونه توانېد؛ د يوه تښتول شوي امريکايي خبريال ځاى ځايګى پيدا کړي.
د امريکا کومانډو ځواکونو د ٣٣کلن لوک سُمرز د ژغورنې لپاره لاړل؛ خو د عملياتو په وخت کې دغه خبريال هلته نه و.
خو په دغو عملياتو کې اته تنه نور چې په يمن کې د القاعده ډلې په يوه پوځي مرکز کې ساتل کېدل؛ وژغورل شول.
د امريکا د دفاع وزارت وياند ادميرل جان کربي په يوه اعلاميه کې دغه عمليات تاييد کړل؛ خو ويې ونه ويل، دغه عمليات چېرې شوي دي.
د يمن يوه چارواکي وويل، چې سُمرز او يو بريتانوى تر دغو عملياتو مخکې بل ځاى ته انتقال شوي وو.