ملي امنیت په کابل کې پنځه تنه بهرنیان د جعلي بهرنیو اسعارو د تبادلې په تور نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په کابل کې یې پنځه تنه بهرنیان د جعلي بهرنیو اسعارو د تبادلې په تور نیولي دي.

د دغه ریاست له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شوي کسان د کامرون هېواد دي او د یو لړعملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې له دغو کسانو څخه درې میلیونه ډالر او یورو او همدرانګه یوه اندازه کیمیاوي مواد چې د جعلي پیسو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیده هم تر لاسه شوي دي.