د کندزپه قلعه ذال ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا په کمین کې د نظر محمد په نامه د محلي پولیسو یو قومندان وژل شوی دی.
د قلعه ذال ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمنان یعقوبي ازادۍ راډیو ته وویل چې دا پیښه نن سهارد یادې ولسوالۍ په جنګ ارق سیمه کې شوې ده او له کمین وروسته په نښته کې درې وسله وال طالبان هم ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په کندزکې د دوی په یوه کمین کې د اربکېانو یو قومندان او د ده یو ساتوونکې وژل شوي دي.