د پروان د دیني عالمانو شوار نن په یوې غونډه کې په افغانستان کې انتحاري حملي او چاودنې د پاکستان کار وباله او ویې غندلې.
د دغه ولایت د علماوو شورا مشرمولوي عبدالرحیم حنفي ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه غونډه کې د بېلابېلو سیمو سلګونو دیني عالمانو ګډون کړی دی.
ښاغلي حنفي همدارنګه وویل، په دغه غونډه دیني عالمانو د پاکستان د جمعیت علما د مشر مولانان فضل الرحمن وروستیو څرګندونو په هکله چې په افغانستان کې یې جهاد روا بللی غبرګون وښوده او د ده خبرې یې وغندلې.
په نننۍ غونډه کې د پروان دیني عالمانو په انتحاري حملو کې د بې ګناه افغانانو وژل کیدل د اسلام له نظره حرام وبلل او دا یې غیر اسلامي او غیرانساني کړنې وبللې.