معلولین: له حکومته زموږ په نامه امتیازات اخستل کیږي خو ژوند ته مو پام نه دی شوی

په کونړکې معلولین شکایت کوي چې د دوی په نامه خلک له حکومته امتیازات اخلي خو د دوی ژوند ته هیڅ پام نه کیږي.

په دې ولایت کې د معلولینو د اتحادیې مشرحاجي عبدالرحمن پرون د معلولیت لرونکو وګړو د نړېوالې ورځې په لمانځ غوڼده کې وویل چې معلولینو کې پوه کسان شته خو د کار زمینه ورته نه ده برابره.

دغو معلولینو له حکومته وغوښتل چې د کارموندنې په برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي.

د دوی په ویناپه افغانستان کي په تیرو جنګونو کې ګڼ شمېر افغانانو د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي او کورنۍ یې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.