په یمن کې القاعده څانګې د ایران د سفیر پرکور د بمي حملې مسوولیت اخستی

په یمن کې د القاعده څانګې په مرکزصنعا کې د ایران د سفیرپر کور د بمي حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

په عربي ټاپو وزم کې القاعده په ټویټرکې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ یې د صنعا په دیپلوماتیکه سیمه کې د ایراني سفیرد کور مخته له چاودېدونکو موادو بار موټر درولی و.

یمني چارواکو دا برید ځانوژونکی بللی و او ویلي یې و چې سفیر د حملې په مهال په کورکې نه و او ایراني دیپلوماتانو ته زیان نه دی اوښتی.