اوباما وایي، د چین د ولسمشرد قدرت زیاتوالی د توجه وړدی

د امریکا ولسمشربارک اوباما وایي، د چین د ولسمشر شي جین پینګ د قدرت زیاتوالی د توجه وړ دی خو اندیښنې یې هم راپورته کړي دي.

اوباما چې پرون یې په واشنګټن کې د امریکا د سوداګري چارو د مشرانو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، شي ښایي د چین د پخواني ولسمشر دینګ شیاوپینګ له وخت راهیسې د چین د بل هر ولسمشر په نسبت ډیر ژرخپل قدرت غښتلی کړی وي.

شیاوپینګ د ۱۹۷۸او ۱۹۹۲ کلونو ترمنځ واکمن و.

اوباما وویل، د شي د قدرت زیاتوالی منفي اړخ هم لري:

″دې مسالې خطرونه هم ایجاد کړي، د بشري حقونو په مسالو او د مخالفینو د ځپلو په مسولو کې.

هغه د ناسیونالیزم لارنیولې چې دې مسالې د چین ګاونډیان اندیښمن کړي چې موږ یې د سمندري لانجو شاهد یو.″

اوباما وویل، متحده ایالات د دې ترڅنګ چې د سوداګرۍ په برخه کې د سایبریا انترنیتي غلا د ستونزې پرهواري ټینګارکوي، غواړي چین ته وښیي چې د موثرو اړیکو چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې وي، غوښتونکی دی.