افغان کرکټ ټیم سبا له عربي اماراتو سره خپله وروستۍ لوبه کوي

تمه کیږي د افغانستان د کرکټ ټیم سبا د متحده عربي اماراتو پر وړاندي د کرکټ د یو ورځنیو لوبو په څلورمه او وروستۍ سیالۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان ټیم مخکینۍ دوې لوبې متحده عربي اماراتو ته بایللي وې او یوه یې ګټلې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک آزادۍ راډیو ته وویل چې دې لوبو ته یې ښه تیاري نیولې ده.

د کرکټ د نړیوال جام لوبې د فبروري په څوارلسمه نېټه په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې تر سره کیږي.

افغانستان به د کرکټ د نړیوال جام په درشل کې د تمریناتي لوبو په لړۍ کې د فبروري په لسمه نېټه له هند سره لوبه کوي.