د جنوبي افریقا هغه ډاکټره چې کورنۍ یې په کابل کې وژل شوي خپلې دندې ته ادامه ورکوي

د جنوبي افریقا هغه ډاکټره چې کورنۍ یې په کابل کې د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شوه؛ لاهم د افغانستان په یوه روغتون کې کار کوي.

د جنوبي افریقا یوې ورځپاڼي د "هانیلي ګروینیوالډ" له قوله لیکي چې د دې د ژوند د ساتنې لپاره یو دلیل شته.

د دې ۴۶ کلن میړه وارنر، اولس کلن زوی جین پیري او ۱۵ کلنه لور رود د شنبې په ورځ په هغه برید کې ووژل شول چې درېیو وسله والو طالبانو د کابل په کارته سه سیمه کې پر یوه بهرني دفتر وکړ. دغې کورنۍ هم په همدې دفتر کې ژوند کاوه.

دا کورنۍ په ۲۰۰۲ کال کې کابل ته راغلې وه او هلته یې اولادونو د کابل ښار په یوه نړیوال ښونځي کې لوست کاوه.

د ورځپاڼي په راپور کې راغلي چې دغه تنکي ځوانان پر سر ویشتل شوي وه.

په دې برید کې دوه افغانان هم ووژل شوه.

ګروین والډ ویلي، د کورنۍ ټول شخصي اسناد یې په برید کې له منځته تللي دي. د جنوبي افریقا چارواکي غواړي په یوه بل بیړني پاسپورټ سره دا او د کورنۍ د غړو اجساد یې جنوبي افریقا ته انتقال کړي؛ خو د دې کار وخت لانه دی معلوم شوی.