د کینیا ولسمشر د خپل هېواد لوړپوړي امنیتي چارواکي له دندو لرې کړل

په کینیا کې د الشباب تندلارې ډلي له خوا د ۳۶ کارګرو تر وژل کیدو وروسته د دغه هیواد لوړپوړي امنیتي چارواکي له دندو لیري کړي دي.

ولسمشر اهورا کینیاتا پرون د کورنیو چارو وزیر او د پولیسو مشر له دندو ګوښه کړل.

دا پیښه پرون د کینیا په شمال ختیځ کې داسې مهال وشوه چې وسله والو کسانو غیر مسلمان کارکوونکي له نورو بیل او بیا یې ووژل.

دا پیښه د سومالیا سرحد ته نژدې په هماغه سیمه کې وشوه چې یوه اونۍ وړاندې یو بس په کې برمته شوی و او ۲۸ سپرلۍ یې وژل شوې وو.

اسلامپالیو یاغیانو په کینیا کې له ۲۰۱۳ کال راهیسې څه باندې ۲۰۰ کسان ووژلي دي.

سومالیا میشتې الشباب ډلې د ډیرو خونړیو پیښو مسوولیت منلی او ژمنه یې کړې چې تر هغو به دغو شخړو ته دوام ورکوي چې کینیا له ګاونډي سومالیا څخه خپل سرتیري وباسي.

تیر کال د الشباب ډلې د نیروبي په یوه مارکیټ کې هم برید کړی و چې ۶۷ تنه په کې ووژل شوه.