د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وایي چې د کابینې په جوړېدو کې ځنډ کارګران له ستونزو سره مخ کړي او د لومړنیو موادو بیې یې لوړې کړي دي.
د دې ټولنې مشر معروف قادري نن د یوې خبرې غونډې پرمهال غوښتنه وکړه چې حکومت باید د بې کارۍ کچې د ټیټېدو او د ستونزو د هواري په مقصد ژر کابینه جوړه کړي.
نوموړي وویل چې دا مهال ملیونونه خلک د حکومت د بې غورۍ له امله له ناوړو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لندن له سفر مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې تر راتلونکو څلورو اونیو پورې به نوې کابینه ولسي جرګې ته د باور رايې د اخستلو لپاره وپيژندل شي.