د خوراکي موادو نړیوال پرواګرام یا "ډبیلو. ایف. پي" د مالي بحران له کبله د سوریې یو عشاریه اووه میلون کډوالو ته خوراکي مرستې رسول ځنډولې دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې چې مرکز یې د ایټالیا په مرکز روم کې دی؛ پرون وویل، د دې پروګرام له مخې په اردن، لبنان، ترکیې عراق او مصر کې د سوریې کډوالو ته د خوراکي موادو مرستې بندې شي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې د ژمې په سړه هوا کې چې خلک د خوراکي موادو ته ډیره اړتیا لري؛ د دې پرواګرام بندیدل به ډیر ناوړه عواقب ولري.