"ولسمشر غني به له ناټو او غړو سره یې د افغانستان د اړیکو په اړه به خبرې وکړي"

د ملي وحدت د نوي حکومت مشران اروپا ته په سفر وتلي دي څو د سولې او د افغانستان د اقتصادي رغونې په اړه اروپایي متحدانو ته خپل پلانونه وښيي. دوی به د دې سفر په وسیله نړیوالو ته د خپل یووالي د ښودلو هڅه وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشرمحمداشرف غني او د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله اروپا ته د سفر په پیل کې په بروکسل کې د ناټو له مرکزي قرارګاه څخه لیدنه وکړي.

دواړه مشران به نن په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي "یینس سټولټېنبېرګ" Jens Stoltenberg سره وګوري او سبا به د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د دولت د ریاست مرستیال ویاند وايي چې افغان مشران به د ناټو له مشرانو سره په کتنو کې د افغانستان د دریځ او د دې تړون له غړو هېوادونو سره د اړیکو په اړه خبرې وکړي. فایق واحدي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه معلومات ورکړل:

"د افغانستان ولسمشر او اجراییه مشر له یوه لوړپوړي دولتي پلاوي سره یوځای نن سهار اروپا ته ولاړل او ټاکل شوې چې بلجیم ته په خپل لومړي سفر کې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

افغان ولسمشر به د ناټو د وزیرانو غونډې ته وینا وکړي او د افغانستان د دریځ او له ناټو او غړو سره یې د افغانستان د اړیکو په اړه به خبرې وکړي."

ولسمشر غني پرون وویل چې د ناټو له مشرانو سره په کتنو کې به د راتلونکې په اړه په ډاډ خبرې وکړي. ده زیاته کړه چې له ناټو او امریکا سره د افغانستان په اړیکو کې اوس هېڅ شک نه دی پاتې.

افغان مشران په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې له یوې خوا د افغانستان اقتصاد له جدي ستونزو سره لاس ګرېوان دی او له بلې خوا د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د وسله والو طالبانو خونړیو حملو زور اخیستی دی. په دې ترڅ کې یوازې په پلازمېنه کې په تېرو دوو اونیو کې لږترلږه لس وسله والې حملې وشوې.

د دې حملو په وړاندې مقابله اوس افغان ملي امنیتي ځواکونه کوي او پلان دا دی چې د ناټو به په راتلونکي کال کې افغان ځواکونو ته یوازې روزنه او سلامشورې ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

ناټو وايي، په افغانستان کې د خپلو لاس ته راوړنو ساتنه چې په تېرو نژدې دیارلسو کلونو کې ملیاردونه دالر پرې لګېدلي ورته مهمه ده.

د ناټو یوه ویاند کریس چمبرز فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې افغانستان د نړیوالو تروریستانو لپاره نور نو خوندي ځای نه دی او د افغان ځواکونو د شاوخوا درې لکه او پنځوس زره سرتېرو په مټ د ټولو امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو دی.

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله وروسته په لندن کې د افغانستان د مرستندویو هېوادونو په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي. د لندن کنفرانس له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام لپاره خورا زیات مهم بلل کېږي.