د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي؛ "ایچ. ای. وي" یا ایډز ناروغي په افغانستان کې مخ په ډېرېدو ده.
د دې وزارت مرستیال احمد جان نعیم د دوشنبې په ورځ د ایچ ای وي نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې وویل چې د ۱۳۹۲ کال تر وروستۍ نیټې پورې په افغانستان کې د ایچ ای وي ۱۶۹۴ پیښې ثبت شوي دي.
په همدې حال کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش دې غونډې ته په وینا کې د ایچ ای وي ناروغۍ پر وړاندې په جدي مبارزې ټینګار وکړ.