د افغانستان د شفافیت د څار اداره د ولسمشر غني له لوري معلوماتو ته د لاس رسي د قانون له توشیح نه تود هرکلي کوي.
د دې ادارې مشر سید اکرام افضلي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې معلوماتو ته د لاس رسي د قانون توشیح یو نیک ګام دی؛ خو غوښتنه یې وکړه چې باید په دې قانون کې ځینې تعدیلات راشي.
معلوماتو ته د لاس رسی قانون ۶ فصله او ۳۲ مادې لري چې تیره ورځ ولسمشر غني توشیح کړ.