ښايي ولسمشر غني نن د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وینا وکړي

ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني به نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وینا وکړي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني نن سهار وختي د یو لوړ پوړي دولتي هیت سره اروپا ته روان شوی.

په خبر پاڼه کې ویل شوې چې ښاغلي غني به سبا (سه شنبه) بریتانیا ته د یو څلور ورځني رسمي سفر په هدف لندن ته ولاړ شي.

ولسمشر به په لندن کې ”د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس“ کې وینا وکړي او پر دې سربیره به نوموړی د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون؛ شهزاده چارلز او د یو شمیر نړیوالو مرستندویه ادارو له مشراتو سره لیده کاته ولري.

له ولسمشر سره په دې سفر کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله؛ د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د سترې محکمې سرپرست، د سولې د عالي شورا رییس او د بهرنیو چارو؛ مالیې او ښځو د چارو سرپرست وزیران او یو شمیر نور چارواکي ملګري دي.