چين د افغان پوليسو د تجهيز، روزنې او تخنيک په چارو کې مرستې کوي

چين وايي د افغان پوليسو د تجهيز، روزنې او تخنيک په چارو کې مرستې کوي.

د چين د عامه امنيت وزير "ګوشينګ کان" پرون د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې دغه ژمنه وکړه.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې په حواله؛ ښاغلي کان د امن په ټينګښت او د ټروريزم پر وړاندې په مبارزه کې د افغان پوليسو د وړتياوو ستاينه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې هېواد به يې د افغان پوليسو په تجهيز او روزنه کې مرسته وکړي.

د چين د عامه امنيت وزير د يوه چينايي هيئت په مشرۍ افغانستان ته راغلى دى.