په بغلان او سمنګان ولایتونو کې لسګونه کیلوګرامه تریاک او هیرویین نیول شوي دي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې امر سمونوال نظام الدین نن خبریالانو ته وویل چې یوسل او شپیته کیلوګرامه تریاک یې هغه مهال ونیول چې له کاپیسا څخه د هیواد شمال ته انتقالېدل.
په ورته وخت کې د سمنګان امنیه قومندان پاسوال محمد اکرم دهزاد ازادۍ راډیو ته وویل چې په ایبک ښار کې یې نولس کیلوګرام هیرویین نیولي دي.
یادو چارواکو ویلي چې په دې تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
له دغو نشه يي موادو سره دوه تنه هم نیول شوي دي.