ولسمشر اشرف غني د افغانستان د دیني عالمانو د سراسري شورا له غړو سره ولیدل.
له ارګ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې ولسمشر غني د دیني عالمانو د شورا له غړیو سره په لیدنه کې وویل:
”مسلمان هیڅکله هم بل مسلمان نه وژني؛ مسلمان ماشوم نه وژني او په جومات کې چې د خدای کور دی بم نه ږدي.“
ولسمشر غني ټینګار کړی چې نوی حکومت د هرې ورځې په تیریدو د جومات او د ارګ د نژدې کیدو هڅه کوي. نوموړي یو وار بیا له دیني عالمانو غوښتي چې د جوماتونو د ممبرونو له لارې دې د سولې غږ پورته کړي.
ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې سولې ته رسیدل یې د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او هر څوک چې سوله نه مني باید منزوي شي.