د کابل پولیس وايي، د دې ښار په لویدیځ کې پر یوې بهرنۍ موسسې د برید په ترڅ کې درې برید کونکي او دوه ملکیان وژل شوي دي. په وژلو شویو ملکیانو کې یو افغان او بل هم بهرنی وګړی دی.
دا برید پرون ماښام په کارته سه سیمه کې د برید کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له څو ساعته جګړې وروسته پای ته ورسیده.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پېښې په سیمه کې وویل:
”زموږ تصفیوي عملیات په ډیر مسلکي توګه ترسره شول. شپږ تنه چې په ودانۍ کې دننه وو؛ ژغورل شوي او دوه نور چې دننه پاتې وو وژل شوې دي.“
وسله والو طالبانو د دې برید مسولیت منلی دی او ادعا یې کړي چې د عیسوي تبلیغ یو مرکز یې په نښه کړی و. خو د راپورونو له مخې دې مرکز د پوهنې او تعلیم په برخه کې مرستې کولې.