د پاکستان پولیس وایي، د یوې طالب پلوه مذهبي سیاسي ګوند یو مطرح سني مشر نن په ډزو وژل شوی دی.
خالد محمود سومرو یو سیمه ییز مشر؛ پخوانی سناتور او مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی و چې په سند ایالت کې د سهار د لمانځه پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو. دا خبره د ده د ګوند چارواکو هم تایید کړې ده.
دغه ګوند وایي، تر دې وړاندې پر سومرو شپږ ځلې حملې شوې وې او د مرګ ګواښونه ورته شوي وو.
په دې وژنې سره ډیرې دکانونه او سوداګریز مرکزونه په جنوبي سند کې وتړل شول او د دې ګوند غړي په ټول پاکستان کې د اعتراض په توګه کوڅو ته راوتلي دي.
د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
سره له دې چې جمعیت علماي اسلام مشرانو څو ځلې د پاکستان د حکومت او د وسله والو مخالفینو تر منځ یې د مذاکراتو لپاره هڅې کړي؛ خو د دې ګوند غړي تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو له خوا په نښه شوي وو.