المعلم: امریکا د داعش ډلې په کمزوري کولو کې پاتې راغلې

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي؛ د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه په دوو میاشتو کې ونه توانیدل په سوریې کې د اسلامي دولت ډله کمزورې کړي.

معلم پرون له لبناني ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي؛ تر هغو به د اسلامي دولت تندلارې ډله ونه ځپل شي چې ترکیه خپل سرحدونه کلک نه کړي او له خپلې خاورې سوریې ته د بهرنیو جنګیالیو د ورتلو مخه ونه نیسي.

د اسلامي دولت ډله اوس د سوریې او ګاونډي عراق ډیرې برخې په خپل واک کې لري.

ترکیه چې له سوریې سره ۹۰۰ کیلومتره سرحد لري؛ هغه تورونه ردوي چې وایي، ترکیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د ړنګیدو په هدف د اسلامپالو ډلو او د سوریې له یاغیانو سره مرسته کوي.

امریکا او متحدین یې له سپټمبر راهیسې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت ډلې مرکزنه په نښه کوي؛ خو راپورونه وایي، د سوریې په شمال کې د لویدیځ په ملاتړ مخالفو ګروپونو د دواړو هم اسلامي دولت ډلې او هم حکومتي ځواکونو له خوا ماته خوړلې ده.