دلیل: هره ورځ په افغانستان کې ۳۶ تنه د نري رنځ ناروغۍ له امله مري

د عامې روغتیا وزارت له توبرکلوز سره د مبارزې په برخه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او جاپان سره د دولس میلیونه ډالرو په ارزښت یوه توافقنامه لاسلیک کړه.

د دغه وزارت سرپرستې ثریا دلیل د دې موافقتنامې د لاسلیک پر مهال وویل چې هره ورځ په افغانستان کې د توبرکلوز له امله ۳۶ کسان مري؛ خو له دې وروسته به هڅه وشي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې ښه پرمختګونه تر لاسه شي.

توبرکلوز یا نری رنځ د نړۍ په سطحه دویمه مرګونې ناروغۍ ده چې اکثر د بیوزلو هیوادونو اوسیدونکي پرې اخته دي.