"ایا د افغانستان دولت به تر ۲۰۱۴م کال وروسته یو ناکامه دولت وي؟"

نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د روان حالت او لاسته راوړنو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خبره کړې ده چې عنوان يې دی: "ایا افغانستان به له ۲۰۱۴م کال وروسته یو ناکامه دولت وي؟"

ګارډین په کابل کې د برتانېې د سفارت پر موټر او نورو وروستیو خونړیو چاودونو ته په اشارې سره لیکلي دي؛ له دې بریدونو څخه یو هم حیراونکې پیښه نه وه.

ورځپاڼه وايي، دا بریدونه د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په کمیدو سره به تاوتریخوالۍ لا پسې زیات شي.

د مقالې لیکونکی وايي، دا ښکاره خبره ده چې طالبان د خپلو فعالیتونو د پراخوالي له لارې غواړي؛ په سیاسي ډګر کې لوی رول ولري.

ګارډین لیکي، دوه اساسي علتونه دي چې له امله يې په افغانستان کې تاوتریخوالي مخ په زیاتیدو دی.

لومړی سیاسي - اقتصادي موضوع ده چې د امنیت د خرابوالي سبب شوې.

د ورځپاڼې په خبره، افغان حکومت اته نیم لکه کارکونکو ته تنخوا ورکوي؛ په داسې حال کې چې د مالي منابعو له کموالي سره مخامخ دی. افغان دولت د بې روزګارۍ په یوه مرکز بدل شوی او د حیرانتیا خبره نه ده چې اداري فساد د دې هیواد یوه لویه ستونزه ده.

د امنیت د خرابیدو بل علت د ګارډین په لکینه د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو نا تواني او ټیټ ظرفیت دی.

ګارډین پوښتنه کوي، ایا له افغانستان سره د نشه یي موادو د غیر قانوني اقتصاد په مقابل کې چې د وسله والو د تمویل اساسي منبع بلل کیږي؛ د نړېوالو مالي مرسته به ګټوره ثابته شي؟

د مقالې لیکونکی وايي، د لڼدې مودې لپاره ښايي ګټه ولري؛ خو د اوږدې لپاره نه.

نیوز ویک:

نیوز ویک مجلې تر دې عنوان لاندې چې "په ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې کوم خطا کارونه شوي دي؟" یو مطلب خپور کړی دی چې په کې راځي؛

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ له پیل راهیسې افغان حکومت د متحده ایالاتو په مرستو تکیه وکړه او پر خپلو پښو يې د درېدو توان پیدا نه کړ.

نیوزویک لیکلي، امریکا له ۲۰۰۱ نیولې تر ۲۰۱۱ کال پورې په افغانستان کې ۵۵۷ میلیارډه ډالر ولګول خو یوازې پینځه عشاریه څلور فیصده يې په پراخیتايي او د ښه حکومتدارۍ پر چارو مصرف شوي دي.

د مطلب لیکونکی وايي، په افغانستان دا مهال اته عشاریه دوه میلونه زده کونکي ښونځیو ته ځي چې په سلوکې څلویښت يې نجونې دي.

خو زیاتوي چې دا شمېرې تر ډیره خیالي بڼه لري.

مجله د یوه خپلواک څارونکي له قوله لیکي؛ په مرکزي ولایت غور کې ۷۴۰ ښونځي دي خو یوازې شل په سلو کې يې فعال دي په داسې حال کې چې افغان حکومت په دې ولایت کې څلور سوه زره ښوونکو ته تنخوا ورکوي.

نیوز ویک په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو پر اندازې او څرنګوالي هم تبصره کړې ده او لیکي:

امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان ۸۵ په سلو کې وګړي دا مهال روغتیايي اسانتیاوې لري؛ خو د نیوزویک په خبره په اصل کې د افغانستان ۸۵ فیصده ولسوالۍ یوازې یو صحي مرکز لري چې هغه هم د لرې والي او نا امنیو له امله ټولو ته خدمات نشي برابرولی.

نیوز ویک مجله د دې مقالې په پای کې وايي؛ هغه وخت به څه کیږي کله چې له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه ووځي؛ اډې وتړل شي او پیسې بندې شي.