طالب وسله والو په هلمند کې پر پاسشین کمپ ډله ییز برید کړی دی

د هلمند ولایت چارواکي وایي، په شورابک کې پر پوځي اډې کې د وسله والو مقاومت او ډزې تیره شپه هم روانې وې؛ خو وسله والو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډیو ته وویل؛ لږ ترلږه شل تنه وسله وال وژل شوي او دغه راز د ملي پوځ پنځه عسکر هم په جګړه کې وژل شوي دي. ځواک زیاته کړه چې تصفیوي عملیات دوام لري او د ملي پوځ اوه عسکر ټپیان شوي هم دي.

ځواک آزادي راډیو ته تیره شپه وویل؛ د پوځي اډې له ځینو برخو څخه خال خال ډزې کیږي؛ خو دا ستونزه به ډير ژر حل شي.

یو شمیر وسله والو د جمعې په ورځ په دې پوځي اډې چې د کیمپ باسشین په نامه هم یادیده او د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته افغان پوځ ته سپارل شوې؛ ډله ییزه حمله وکړه.