د نړۍ د عیسویانو مشر "پاپ فرانسیس" ترکیې ته تللی

د نړۍ د عیسویانو مشر پاپ فرانسیس د ادیانو او مذهبونو ترمنځ د مذاکرو غږ وکړ او وایي، په دې کارسره به بنسټ پالنه او ترور له منځه ولاړ شي.

پاپ فرانسیس د جمعې په ورځ ترکیې ته په یوه درې ورځني سفر ولاړ او د هغه هېواد له جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره یې په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې د اسلامي دولت ډله وغندله.

د عیسویانو مشر وویل، تعصب او افراطیت او دغه راز بې مناسبه بیره چې شکونه او تبیعض رامنځ ته کوي؛ باید چې د ټولو عقیدو د خلکو د پیوستون له لارې ورسره مقابله وشي.