د سارک اتلسمه سرمشریزه پرون پای ته ورسیده

د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارۍ سازمان سارک اتلسمه سرمشریزه پرون پای ته ورسیده.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو مشرانو پر سیمه يیزې همکارۍ، د جنوبي اسیا د اقتصادي ټولنې پر پیاوړتیا، په خپل منځۍ سوداګرۍ کې د اسانتیاوو راوستلو، د سارک سازمان د بودجې پر پراختیا، مواصلاتي لارو، انرژۍ، د بې وزلۍ له منځه وړلو، تر ۲۰۱۵ کال وروسته پرانکشافي اهدافو، د کرنې، روغتیا، پوهنې او نورو بېلابېلو برخو بحثونه او ژمنې تازه کړې.

دغو مشرانو په پای کې یوه ۳۶ ماده یېزه اعلامیه خپره کړه او هم یې موافقه وکړه چې په هرو دووکلونو کې او که یې اړتیا وې تر دې په لنډه موده کې به د سارک سازمان سرمشریزه جوړیږي.

په دې سرمشریزه کې د استرالیا، چین، ایران، جاپان، کوریا، موریشیز، میانمار، د امریکا متحده ایالاتو او اروپایې ټولنې د څارونکو په توګه ګډون وکړ.

ټاکل شوې د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارۍ سازمان نولسمه غونډه په پاکستان کې جوړه شي.