افغان ولسمشرد مشرانو جرګې له خوا د امنیتي تړونونو د تصویب هرکلی وکړ

افغان ولسمشرد مشرانو جرګې له خوا له امریکا او ناټو سره د افغانستان د امنیتي تړونونو د تصویب هرکلی وکړ.

د ولسمشرۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د اشرف غني له قوله راغلي چې د مشرانو جرګې دغه ګام یې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت او پرځای عمل بللی دی.

دغه راز ولسمشرد ملي شورا له لوري له کابل سره د ناټو او واشنګټن امنیتي دفاعي تړونونو تاییدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګټ په برخه کې یو نیک اقدام بللی دی او وایي، د دې تړونونوله مخې به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد بشپړامنیتي کنټرول په لاس کې واخلي او دا ځواکونه به لاډیر پیاوړي او سمبال شي.

د افغانستان مشرانو جرګې پرون په یوه فوق العاده غونډه کې دغه تړونونه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.