ترکستانی: د کابل ککړ چاپیریال د بېلابېلو ناروغیو لامل شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار ککړ چاپیریال د مختلفو ناروغیو سبب شوی.

د دې وزارت چارواکي د چاپیریال ساتنې او په دې برخه کې له اړوندو اجرایي ارګانونو څخه غواړي چې د دې ستونزې کمولو ته هڅې زیاتې کړي.

خلک هم شکایت کوي چې د ککړچاپیریال له امله په مختلفو ناروغیو اخته کیږي.

د چاپیریال ساتنې اداره وايي، د حکومت د یو شمېر ارګانونو په مرسته یي د کابل ښارد چاپیریال پاک ساتلو ته یولړعملي پروګرامونه پیل کړي چې ښې نتیجې يي ورکړي دي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

ترکستانی: د کابل ککړ چاپیریال د بېلابېلو ناروغیو لامل شوی