کابل ښاروالۍ د کابل د شیرپور د پروژې له پوروړو یو اندازه پیسې ترلاسه کړي

کابل ښاروالۍ وايي چې د ولسمشرغني ترحکم وروسته یې د کابل د شیرپور د پروژې له پوروړو یو اندازه پیسې ترلاسه کړي خو د پیسو دغه حصول په سستی سره پرمخ ځي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال انجنییراسلم اکرمي وايي چې د ولسمشرله حکم سره سمه ټاکلې نیټه هم پای ته رسیدلې او تردې دمه یوازې لسوکسانو خپلې پیسې دولت ته سپارلي دي.

د کابل ښاروالۍ په وینا په ټولیز ډول د ۲۹۶ کسانو له جملې څخه ۱۲۹ کسانو تر دې دمه د شیرپور د ځمکو پورنه دی ورکړی.

په دغه پروژه کې ۲۹۶ نمرې ځمکې د دولت د کابینې پر وزیرانو، مرستیالانو او جهادي قومندانانو او یو شمېر نورو با نفوذه کسانو باندې وویشل شوې.